د لوړو زده کړو وزارت څلورمه ګڼه خبري فصلنامه چاپ او خپره شوه

smgu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۶
n

نن یکشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش د سلواغې په ۷مه، د لوړو زده کړو وزارت خبري فصلنامې څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه.

یاده ګڼه مرکزي پوهنتونونو او ریاستونو ته د وېش په حال کې ده او د هېواد ټولو پوهنتونونو او دیني جامعاتو ته به هم ولېږدول شي.

د خبري فصلنامې په دې ګڼه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم سرپرست وزیر، محترمو معینانو، مرکزي ریاستونو او په ټوله کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند عمده او مهم فعالیتونه خپاره شوي دي.

د یادې خبري فصلنامې مسؤل مدیر او د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو نشراتو او عامه اړیکو رئیس حافظ انجنیر روح الله روحاني وایي چې په چاپي برخه کې د لوړو زده کړو وزارت مهم فعالیتونه او کړنې ثبتول او ښه انعکاس ورکول زمونږ ټولو مسؤلیت دی. د نوموړي په وینا؛ دا نه یوازې راتلونکو نسلونو ته لیکلی تاریخي مستند پاتې کېږي، بلکې د چاپي رسنیو اهمیت او د مطالعې کلتور ورسره وده کوي.

د یادونې ده چې دغه خبري فصلنامه د لوړو زده کړو وزارت په امتیاز او مالي لګښت په هرو دریو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، چې نن ورځ څلورمه ګڼه او د دویم کال درییمه ګڼه چاپ او خپره شوه.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۵مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۷مه

۲۰۲۵ م د جنوري ۲۶مه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۳۵
Background image

تشریف‌آوری هیأت بازنگران مسلکی وزارت محترم تحصیلات عالی به مؤسسهٔ تحصیلات عالی سمنگان!

تشریف‌آوری هیأت بازنگران مسلکی وزارت محترم تحصیلات عالی به مؤسسهٔ تحصیلات عالی سمنگان!

به تاریخ ۲۰ اسد ۱۴۰۴ هجری خورشیدی، هیأتی علمی و تخصصی از وزارت محترم تحصیلات عالی، به‌منظور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۳۸
Background image

راه‌اندازی حشر عمومی به منظور پاک‌کاری و ترویج فرهنگ محیط‌زیست سالم در مؤسسهٔ تحصیلات عالی سمنگان!

راه‌اندازی حشر عمومی به منظور پاک‌کاری و ترویج فرهنگ محیط‌زیست سالم در مؤسسهٔ تحصیلات عالی سمنگان!

امروز دوشنبه مؤرخ ۲۰ اسد ۱۴۰۴ خورشیدی با حضور محترم مولوی حبیب‌الله احمدی، رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۳۵
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی تحت عنوان «اصول و اساسات اداره و مدیریت» در مؤسسهٔ تحصیلات عالی سمنگان!

برگزاری سیمینار آموزشی تحت عنوان «اصول و اساسات اداره و مدیریت» در مؤسسهٔ تحصیلات عالی سمنگان!

به‌منظور ارتقای ظرفیت‌ کارمندان اداری و گسترش دانش تخصصی در حوزهٔ مدیریت معاصر، سیمیناری. . .

BACK TO NEWS